کابل -- د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د یکشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې د پروسې او سیمه ییز اقتصاد په هکله خبرې اترې وکړې.
په اعلامیه کې راغلي چې غني د لا نورو خبرو اترو په پار له پاکستان څخه د لیدنې لپاره د خان بلنه ومنله او زیاته یې کړه چې د کتنې لپاره د نېټې په ټاکلو باندې به دواړه لوري کار وکړي.
د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکارۍ هرکلی وکړ.
هغه وویل، «دواړه مشران وایي چې هغوی هغې اقتصادي ګټې ته چې سوله یې راوړي په ځانګړې توګه هغه چې له سیمه ییز اتصال او الحاق څخه رامنځته کیږي، په ارزښت قایل دي. دا داسې یو مشترک لید دی چې کولی شي په واقعي توګه سیمه د پرمختګ خواته بوځي.»
دغه زما لپاره د ورځې یو ښه خبر دی. مونږ له خپلو ګاونډیانو سره ښه اقتصادي او سیاسي دوه اړخیز ارتباطات غواړو او زه هیله لرم چې د ښاغلي ولسمشرغني کتنه به مؤثره او د دواړو هېوادونو لپاره یو مثبت پیغام وي.
ځواب ورکړئ1 تبصره