د طالبانو مشر په بلخ کې له ۱۱ بوتله شرابو سره ونیول شو

سلام ټایمز

بلخ -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان پولیسو ځانګړیو واحدونو د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۵مه/ په بلخ ولایت کې د یوسف په نامه د طالبانو یو قوماندان په داسې حال کې ونیو چې په استوګنځي کې یې ۱۱ بوتله شراب هم وموندل شول.‌

وزارت وویل چې دغه عملیات په نهر شاهي ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو همدارنګه د دغه اورپکي اړوند وسلې هم ضبط کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له نامسلمانو طالبانو څخه همداسې تمه لرله.

ځواب ورکړئ