لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې نامعلومو وسله والو سړیو په کونړ ولایت کې د داعش په یوه جیګپوړي مشر باندې برید وکړ چې هغه یې ټپي کړ او د هغه له بهرنیو پلویانو څخه یو تن یې وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوان کلي کې ترسره شوه.
چارواکو وویل چې د مفتي خالد په نامه دغه مشر په سیمه کې د داعش د پروپاګند مسؤل وو.
دا پېښه یوه میاشت وروسته له هغه کیږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د داعش د غړو کورونو ته اور ورته کړ.