په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ‌ خبرې په ثابت خو ورو پرمختګ سره پای ته ورسېدلې

ای اېف پي

کابل -- متحده ایالاتو او طالبانو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ د هغوی د وروستیو خبرو په پای ته رسولو سره وویل چې هغوی پرمختګ کړی، خو حرکت یې ورو دی. دغه خبرې له دې سره سره پرمخ لاړې چې یاغیانو په کابل کې په یوه مرستندویه اداره بمي برید وکړ.

د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو د مذاکراتي ډلې استازي زلمي خلیلزاد وویل،‌ د سولې د خبرو شپږم پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې لپاره پیل شوی وو چې د سولې د یوه پلان لپاره عملي لارې ولټوي.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ د افغانستان د جنګ د پای ته رسولو لپاره د چوکاټ د اړخونو په هکله ثابت خو ورو پرمختګ وکړ.»

هغه وویل، «خو د خبرو دغه ډول سرعت په داسې حال کې چې شخړه زیاتېږي او بې ګناه خلک مړه کیږي کافي نه دی. مونږ لا نور او چټک پرمختګ ته اړتیا لرو.»

خلیلزاد وویل، متحده ایالات لا تر اوسه هم هیله لري چې طالبان به د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره په یوه وړاندیز باندې هوکړه وکړي.‌

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل، «یو څه پرمختګ وشو» او زیاته یې کړه چې دواړه لوري به د خبرو اترو د یوه بل پړاو لپاره سره وګوري.

شاهین په یوه ټوېټ کې ولیکل، «په عمومي توګه، دا پړاو مثبت او رغوونکی وو. دواړو لوریو په پام او صبر سره یو د بل خبرې واورېدلې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500