د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ /د غوایي ۲۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیسو په غور ولایت کې د طالبانو د صحرایي محکمو تش په نامه مسؤل چارواکی وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ د ولایت په مرکز فیروزکوه کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې وسلې، مهمات او د طالبانو اسناد ضبط کړل.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.