په غزني کې د طالبانو ځمکني ماین ۷ ماشومان ووژل

ای اېف پي

غزني -- چارواکو وویل چې یوه ځمکني ماین د شنبې په ورځ /د غوایي ۲۱ مه/ په غزني ولایت کې ۷ تنه ماشومان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.‌

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ای اېف پي ته وویل، ماشومان له لوی سړک سره نژدې د لوبو کولو پر وخت پر یوه ماین وختل.

هغه وویل، «دغه ماین طالبانو د لویې لارې په سر ښخ کړی وو چې امنیتي ځواکونو ته پرې تلفات ور واړوي.»

طالبانو په دې هکله د خبرولو کولو غوښتنې ته سمدلاسه ځواب ورنه کړ.‌

یاغیان معمولاً د سړک د غاړې بمونه او ځمکني ماینونه د دې لپاره کاروي چې افغان امنیتي ځواکونه پرې په نښه کړي، خو دغه مرګونې وسلې ملکي خلکو ته هم تلفات وراړوي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني وویل، د دغو ماشومانو عمرونه د ۷ او ۹ کالو تر منځ وو او لږ تر لږه څلور یې د یوې کورنۍ غړي ول.

تېره میاشت، په لغمان کې ۷ ماشومان هغه وخت ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول چې د هغوی د لوبو کولو پر وخت یوه د هاوان ګولۍ وچاودېدله.

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۱۸ کال کې له ۹۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي او ۷۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. دا کال د افغانستان په جنګ کې د ملکي خلکو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500