په جلال اباد کې چاودنو لږ تر لږه ۳ کسان ووژل

ای اېف پي

جلال اباد -- یوه چارواکي وویل چې په جلال اباد کې د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ په یو لړ چاودنو کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې چاودنو د ښار مرکز ولړزاوه او د پولیسو له یوه زغره وال موټر سره نژدې ترسره شوې.

خوګیاڼي په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو ته په اشارې سره وویل، «د چاودنو څرنګوالی معلوم نه دی خو کیدای شي چې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې وي.»

«تر اوسه پورې مونږ تاییدولی شو چې درې کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.»

په سملاسي توګه هېڅ ګروپ مسؤلیت نه دی اخیستی، خو د جلال اباد خواوشا سیمو کې د طالبانو او داعش دواړو جنګیالي موجود دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500