هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید په فراه ولایت کې لږ تر لږه شپږ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې په اورپکو باندې برید د سې شنبې په شپه /د غوایي ۲۳مه/ د بالابولوک ولسوالۍ په تودانک کلي کې وشو.
اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه څلور نور اورپکي سخت ټپیان شول.