د تلې د میاشتې د پارلماني انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شول

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ د کابل لپاره د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل. کابل وروستۍ قضایي حوزه وه چې لا هم د وروستيو نتایجو اعلان ته منتظره وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس،‌ د کابل چوکۍ ۲۴ نارینه او ۹ ښځینه کاندیدانو ګټلي دي. دا د هېواد په سطحه انتخابات د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شوي وو.

حکومت د ولسي جرګې لپاره د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج د مرغومي د میاشتې په وروستیو کې اعلان کړي وو.‌د انتخاباتی شکایتونو خپلواک کمېسیون هغه نتایج رد کړي وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500