پولیسو په میدان وردک کې ځانمرګی بمي برید شنډ کړ

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په میدان وردک ولایت کې د یوه ځانمرګي بمي برید هڅه شنډه کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې افسرانو یو ځانمرګی بمي بریدګر د سید اباد ولسوالۍ حکومتي ادارې ته له رسېدلو څخه مخکې په ډزو وویشت.

په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500