په کندهار کې افغان ځواکونو ۹ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو او د ملي امنیت ریاست منسوبینو په ګډو عملیاتو کې په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۹ تنه طالب اورپکي ووژل.

وزارت وویل چې دغه عملیات د یکشنبې په ماخوستن /د غوایي ۲۹ مه/ د شاه وليکوټ ولسوالۍ په کارېزګي سیمه کې ترسره شول.

وزارت زیاته کړه چې افغان ځواکونو د اورپکو د اړوندو چاودېدونکو موادو او وسلو سربېره دوه پټنځایونه او څو عرادې ور ویجاړ کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500