کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو او د ملي امنیت ریاست منسوبینو په ګډو عملیاتو کې په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۹ تنه طالب اورپکي ووژل.
وزارت وویل چې دغه عملیات د یکشنبې په ماخوستن /د غوایي ۲۹ مه/ د شاه وليکوټ ولسوالۍ په کارېزګي سیمه کې ترسره شول.
وزارت زیاته کړه چې افغان ځواکونو د اورپکو د اړوندو چاودېدونکو موادو او وسلو سربېره دوه پټنځایونه او څو عرادې ور ویجاړ کړل.