هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو سرتېرو د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان وواژه.
اردو د دغو عملیاتو د وخت په هکله له جزیاتو ورکولو څخه پرته وویل چې عسکرو د حفیظ داود په نامه دغه اورپکی د شینډنډ ولسوالۍ په زېرکوه سیمه کې وواژه.
اعلامیه زیاتوي چې افغان ځواکونو همدارنګه په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو جنګیالی ونیو او یو پیکا ماشینګن، یو ګرنټ واروونکی راکټ، دوه اېم ۲۴۰ ماشینګنونه او درې کلاشینکوفونه یې ترلاسه کړل.