جنرال مېلر: القاعده د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لیدل شوې ده

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳۱ مه/ د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله راپور ورکړ چې ویې ویل، د القاعدې غړې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لیدل شوي دي.

طلوع نیوز وایي چې نوموړي په کابل کې خبریالانو ته وویل، «مونږ په افغانستان کې القاعده لیدلې ده. مونږ کولی شو چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې ومومو، داسې نه ده چې هغوی په یوه ځانګړې سیمه کې دي،‌ هغوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500