کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیس او د اردو کمانډو ځواکونو په کندوز ولایت کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د څلورو محلي قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه طالب جنګیالي ووژل.
وزارت وویل چې یاغیان د دوشنبې په ماښام /د غوایي ۳۰ مه/ په اقتاش ولسوالۍ کې په نښه کړای شول.
وزارت زیاته کړه چې افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۴۸ بېلابېل ډولونه ځمکني ماینونه او ۳۰ راکټونه ضبط کړل.