مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنه طالبان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
اردو وویل چې دغه جګړه د چارشنبې په ماښام /د غبرګولي ۱/ د چاربولک ولسوالۍ په ګورتېپه سیمه کې ونښتله.
اعلامیه زیاتوي چې ملکیانو ته په کې هېڅ زیان نه دی رسېدلی.