د پکتیا پولیسو ۲ طالب اورپکي ووژل او وسلې یې ضبط کړې

سلام ټایمز

پکتیا -- د پکتیا امنیه قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ‌ /د غبرګولي ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په دغه ولایت کې پولیسو په یوه کمین کې لږ تر لږه دوه تنه طالب اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

پولیسو وویل چې دغه جګړه د چارشنبې په ماښام /د غبرګولي ۱/ د زرمت ولسوالۍ په سره کلا سیمه کې وشوه او زیاته یې کړه چې هغوی له اورپکو څخه دوه موټرسایکلونه، یوه مخابره او یو شمېر د راکټ په وسیله وارېدونکي ګرنېټونه ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500