افغانستان او پاکستان به د آی سي سي د ۲۰۱۹ د نړۍ وال کرکټ کپ په سیالیو کې برخه واخلي

د عبدالناصرخان راپور

لاهور -- افغانستان او پاکستان به د کرکټ د نړۍ والې شورا (آی سي سي) د نارینه وو د نړۍ وال کرکټ کپ په سیالیو کې چې له مهالوېش سره سم به د غبرګولي په ۹مه په انګلستان او وېلز کې پیل شي، د برخه اخیستونکو هېوادونو په ډله کې وي.

د سږ کال سیالي د دغه کپ لپاره ۱۲مه سیالي ده چې د چنګاښ تر ۲۳مې پورې به روانه وي.

په دغه ۴۶ ورځني ټورنامنټ کې به د ۱۰ ټیمونو یو ګروپ یو له بل سره یو ځل لوبه کوي. هغوی به ۴۵ د لیګ مېچونه ترسره کړي چې په پای کې به یې د سر څلور ټیمونه نیمه پایلوبې یا سیمي فاینل ته لاره ومومي.

دا د کرکټ په یوه نړۍ وال کپ کې د افغانستان دویمه پرله پسې برخه اخیستنه ده. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه یا اوپنر د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۱مه/ د کپ له مدافع اتلې استرالیا سره په برېسټول کې وکړي.

پاکستان به د نړۍ وال کپ لومړۍ سیالي د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۱۰مه/ له وېسټ انډیز سره ترسره کړي.

افغانستان د غبرګولي په ۳ مه په برېسټول کې په یوه وارم آپ یا د چمتووالي مېچ کې د کرکټ د نړۍ والې شورا د اتلولۍ پخواني ګټونکي او نړۍ وال اتل پاکستان ته په ماتې ورکولو سره خپلو ټولو حریفانو ته خبرداری ورکړ. په افغانستان او پاکستان کې ځوانان اکثر وختونه د کرکټ په څېر مشهورو سپورټونو کې ډېره علاقه مندي لري چې دا د اورپکو ډلو له خوا د هغوی له ممکن استخدام څخه د راګرځولو په هڅو کې مرسته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500