داعش د کابل نظامي اکاډمۍ سره نژدې د شوي ځانمرګي برید چې ۶ کسان یې ووژل مسؤلیت واخیست

ای اېف پي

کابل -- یوه چارواکي وویل چې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹ مه/ له یوې پوځي اکاډمۍ څخه بهر په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

د مارشال فهیم له ملي دفاعي پوهنتون څخه بهر حمله د دفاعي پوهنتون ته په ورغلي سړک باندې وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، ځانمرګي بمي بریدګر هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړه چې یو عسکر ورسره مخامخ شو.

فرامرز د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته زیاته کړه، «بریدګر خپل ځان هدف ته له رسېدلو څخه مخکې وچاوه.»

دغه برید په محلي وخت غرمه مهال وشو چې معمولاً دغه وخت زده کوونکي د روژې د میاشتې له امله وختي له پوهنتون څخه وځي.‌

داعش د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او د هغه بمي بریدګر عکس یې چې ادعا کیږي برید یې ترسره کړی دی په ټیلیګرام خپور کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500