کابل -- چارواکو وویل چې لږ تر لږه ۴ افغانان هغه وخت ووژل شول او څلور امریکایي عسکر سرسري ټپیان شول چې یوه موټربمي بریدګر د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۱۰مه/ په کابل کې د امریکا په یوه پوځي کاروان باندې برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، دغه چاودنه چې طالبانو یې د ترسره کولو مسؤلیت ومانه د سهار خواوشا ۸:۴۰ بجې هغه وخت پېښه شوه چې یو په چاودېدونکو توکو سمبال موټر د کابل په ختیځ کې د امریکایانو په یوه کاروان باندې ورغی.
رحیمي وویل، «له بده مرغه چې په برید کې څلور هېوادوال شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي. هغوی لارویان وو.»
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یوه ویاند وویل چې څلور تنه امریکایي عسکر سرسري ټپیان شوي دي.
دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د افغان ملي اردو له یوې اکاډمۍ څخه بهر وچاوه او لږ تر لږه ۶ کسان یې ووژل.