افغان ځانګړیو ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۶۵ بندیان راخوشې کړل

سلام ټایمز

کابل -- د افغان ځانګړیو عملیاتو قول اردو وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په دوه جلا جلا عملیاتو کې په زابل او هلمند ولایتونو کې د طالبانو په دوه زندانونو کې ایسار ۶۵ بندیان راخوشې کړل.

دغې قول اردو د جمعې په ورځ‌ /د غبرګولي ۱۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو یو عملیات د پنجشنبې په شپه /د غبرګولي ۹مه/ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ترسره کړ چې ۳۲ افغان امنیتي منسوبین او یو ملکي کس یې وژغورل.

اعلامیه وایي چې په ۳۲ امنیتي منسوبینو کې ۲۹ تنه د افغان ملي اردو عسکر او درې پولیس افسران شامل دي.‌

قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې له دې جلا د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۸ مه/ افغان ځواکونو په یوه بل عملیات کې د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳۲ تنه بندیان را ازاد کړل.‌

په اعلامیه کې راغلي چې په بندیانو کې ۱۰ ملکیان او ۱۸ امنیتي منسوبین شامل دي. د پاتې څلورو کسانو هویتونه معلوم نه دي.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500