په کابل کې په بس شوې چاودنې ۴ حکومتي کارمندان ووژل

ای اېف پي

کابل -- یوه چارواکي وویل چې لږ تر لږه څلور افغانان د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ هغه وخت په کابل کې ووژل شول چې د سړک د غاړې یوه بم یو بس موتر وواهه. دا دویمه پرله پسې ورځ‌ ده چې بریدګر یو بس په نښه کوي.

دغه موټر د اختر له رخصتیو څخه مخکې کارکوونکي له یوې حکومتي ادارې څخه انتقالول چې بم پرې وچاودېد.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ویاند فرید احمد ای اېف پي ته وویل، بم د سړک پر غاړه په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو.‌

احمد وویل، «له بده مرغه، مونږ خپل ۴ همکاران له لاسه ورکړل، ۹ کسان ټپان شوي دي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د وژل شویو شمېر ۵ او د ټپیانو ۱۰ یاد کړ چې ټول یې ملکي کسان دي.

سمدلاسه هیچا د برید مسؤلیت نه دی اخیستی.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې په کابل کې د بمي بریدونو یوې څپې د پوهنتون د یوه بس په شمول د ملکي هدفونو د په په نښه کولو په ترڅ کې دوه کسان ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.‌

د هغو بریدونو چې یکشنبه /د غبرګولي ۱۲مه/ ترسره شول مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500