کابل -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴مه/ وویل چې هغه د پاکستان د لومړي وزیر بلنه منلې او د چنګاښ د میاشتې په لومړیو کې به پاکستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر له لمانځه څخه وروسته خبرو کې هغه وویل چې د دغه سفر لپاره د چنګاښ ۶مه مهالوېش ټاکل شوی.
غني او خان د غبرګولي په ۱۰مه په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ۱۴مې غونډې په حاشیه کې سره ولیدل او د افغانستان د سولې د پروسې او د دواړو هېوادونو تر منځ د روابطو په هکله یې خبرې وکړې.
د خان دفتر د غبرګولي په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې وویل، «لومړي وزیر عمران خان د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان ژمنتیا تکرار کړه. هغه همدارنګه په افغانستان کې د یوه سیاسي حل لپاره د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې څخه د پاکستان کلک ملاتړ څرګند کړ.»