غور -- د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په غور ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه لږ تر لږه ۹ تنه بندیان وژغورل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۱۳مه/ د پسابند ولسوالۍ په سرخ بیلاغ کلي کې ترسره شول. په ازاد شویو کسانو کې دوه پولیس افسران او ۷ ملکي خلک شامل دي.
همدارنګه عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې ۸ موټرسایکلونه، ۹ د سړک د غاړې بمونه او۱۱ راکټونه ونیول.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.