کابل -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴مه/ ژمنه وکړه چې د افغانستان له بېلابېلو محبسونو څخه به خواوشا ۹۰۰ بندیان ازاد کړي.
غني د کوچني اختر په مناسبت ملت ته د وینا په ترڅ کې وویل چې ۸۸۷ تنه بندیان به ازاد کړای شي.
ولسمشر ونه ویل چې دغو بندیانو څه ډول سرغړونې کړي یا دا چې آیا هغوی د طالبانو د ډلې غړي دي.
غني د غوایي په میاشت کې د سولې د یوه کانفرانس په ترڅ کې وویل چې هغه به د «ښه نیت ښودلو» په توګه ۱۷۵ تنه طالب بندیان ازاد کړي.
دا لا معلومه نه ده چې آیا هغه یاغي بندیان په دغه شمېر کې چې غني د سې شنبې په ورځ یاد کړ شامل دي.
غني د روژې په پيل یا د تېرې لمریزې میاشتې په نیمایي کې په ټول هېواد کې د اوربند وړاندیز کړی وو، خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړ.
تېر کال، طالبانو درې ورځې اوربند وکړ خو سږ کال په تاوتریخوالي کې هېڅ کمی نه دی راغلی.