افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب کې په لسګونو کسان د طالبانو له زندان څخه را ازاد کړل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۵۹ تنه بندیان وژغورل.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان ځواکونو دغه عملیات د پنجشنبې په شپه /د غبرګولي ۱۵مه/ د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې ترسره کړل.

په ژغورل شویو کسانو کې ۳۱ افغان عسکر، ۲ د کمانډو افسران، ۱۴ پولیس افسران، ۴ ملکي کسان او ۸ بهرنیان شامل دي.‌

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو۲۰ ته طالب اورپکي او۴ د داعش غړي چې طالبانو ساتلي وو، ونیول.‌

چارواکو وویل، لږ تر لږه درې تنه طالب جنګیالي ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500