افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو له خوا نیول شوې ولسوالي بېرته ونیوله

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د جمعې په ورځ‌ /د غبرګولي ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې خواجه عمري ولسوالي له طالبانو څخه بېرته ونیوله.

په اعلامیه کې راغلي چې د یادې ولسوالۍ کنټرول له یوه کال راهیسې د طالبانو په لاس کې وو.‌

چارواکو د دغو عملیاتو په هکله نور معلومات ور نه کړل.

دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې افغان ځواکونو په عین ولایت کې د ده یک ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ.

وزارت د غبرګولي په ۶ مه وویل چې یاده ولسوالي له دوه کالو راهیسې د طالبانو تر نفوذ لاندې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500