کابل -- د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې خواجه عمري ولسوالي له طالبانو څخه بېرته ونیوله.
په اعلامیه کې راغلي چې د یادې ولسوالۍ کنټرول له یوه کال راهیسې د طالبانو په لاس کې وو.
چارواکو د دغو عملیاتو په هکله نور معلومات ور نه کړل.
دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې افغان ځواکونو په عین ولایت کې د ده یک ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ.
وزارت د غبرګولي په ۶ مه وویل چې یاده ولسوالي له دوه کالو راهیسې د طالبانو تر نفوذ لاندې وه.