کابل -- د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۱۷مه/ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د کوچني اختر د درې ورځو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۷۰ پورې احتمالي بریدونه شنډ کړل.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې دښمن یوازې په کابل کې د ۳۵ ترهګریزو بریدونو پلان نیولی وو.
هغه زیاته کړه چې د اختر په ترڅ کې په لوګر، هلمند، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې ترهګرو لږ تر لږه ۱۱ تنه ملکي خلک وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده یو پیغام خپور کړ چې په کې یې د اختر په ترڅ کې د اوربند کولو امکان رد کړی وو.