افغان ځواکونو په میدان وردک کې ۱۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالب اورپکي ووژل.

اردو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې دغه عملیات په نرخ ولسوالۍ کې له یوه استخباراتي راپور څخه وروسته ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو دوه تنه اورپکي توقیف کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500