ننګرهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې دوه قوماندانان ووژل.
اردو د برید د وخت په هکله له جزیات ورکولو څخه پرته وویل چې دغو عملیاتو په شېرزاد ولسوالۍ کې اورپکي په نښه کړل.
اعلامیه زیاتوي چې ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.