ملګري ملتونه: افغان اورپکو د روژې په ترڅ کې په قصدي او خبر ډول ملکي خلک په نښه کړي دي

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۹مه/ وویل چې په افغانستان کې اورپکو د روژې د میاشتې په ترڅ کې «په قصدي او خبر ډول» ملکي خلک په نښه کړي دي.‌

یوناما پر خپل وېب سایټ خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي چې یاغیانو یوازې په کابل کې له ۱۰۰ څخه ډېر ملکی خلک وژلي یا ټپیان کړي دي.‌ دغې موسسې د حکومت پر مخالفو اورپکو غږ وکړ چې په بې ګناه اتباعو باندې بریدونه کول بند کړي.‌

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د یوناما رییس تدامیچي یاماموټو په یوه اعلامیه کې وویل، «زه په ملکي خلکو باندې دا قصدي بریدونه چې د وېرې د خپرولو په نیت ترسره کیږي، غندم. دا کار د دغو بریدونو له ترسره کوونکيو څخه مشروعیت اخلي او هغوی له دې څخه محروموي چې د افغانستان د خلکو د استازیتوب ادعا وکړي.»

یاماموټو زیاته کړه، «په نړۍ وال قانون کې، د جګړې ټول لوري د ملکي خلکو پر ضد د قصدي بریدونو له ترسره کولو څخه منع کړای شوي دي. د تعریف له مخې، دا جنګي جنایتونه بلل کیږي او ښایي چې د بشریت پر ضد جرمونه وبلل شي. د جګړې د هېڅ لوري لپاره دا توجیه نشته چې پر ملکي خلکو برید وکړي، په هغوی باندې باید هېڅکله هم برید ونشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500