افغان ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار کې ۳۰ وتلي طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ځانګړې یا سرې قطعې لږ تر لږه ۳۰ غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات یکشنبه /د غبرګولي ۱۹مه/ د شپې له مخې د شېرزاد ولسوالۍ په کدیخېل سیمه کې ترسره شول.‌

اعلامیه وایي چې لږ تر لږه ۱۴ تنه نور اورپکي ټپیان شول او زیاتوي چې په وژل شویو کې درې پاکستانیان هم شامل دي.

چارواکو وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند وسلې، د سړک د غاړې بمونه او موټرونه ویجاړ شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500