په کندهار کې د طالبانو له خوا ښخ شوي د سړک د غاړې بم ۶ ملکي کسان ووژل

ای اېف پي

کندهار -- په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۶ کسان د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱مه/ هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر یوه د سړک د غاړې بم وواهه.

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند قاسم افغان وویل، دغه موټر له ډنډ ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته روان وو چې له موټر سره نژدې بم وچاودېد او په کې سپاره ټول کسان یې ووژل.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «په چاودنه کې وژل شویو کسانو کې څلور ماشومان -- دوه نجونې او دوه هلکان -- شامل دي. هغوی ټول د یوې کورنۍ غړي دي.»

د ډنډ ولسوال حاجی عبدالله وویل، دغه بم طالبانو په یوه داسې سړک کې ځای پرځای کړی وو چې ډېر وخت پرې خارجي او افغان ځواکونه تګ راتګ کوي.

د برید مسؤلیت هېڅ ډلې پر غاړه اخیستی نه دی، او طالبان په سملاسي توګه دې ته حاضر نه وو چې د پېښې په هکله څه ووایي.

معمولاً یاغیان د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره د سړک د غاړې بمونه او ځمکني ماینونه استعمالوي -- خو دغه وژونکې وسلې ملکیانو ته هم درانه تلفات ور اړوي.

په افغانستان کې د اوږدو کلونو جګړې ځمکني ماینونه، ناچاودې د هاوان ګولۍ، راکټونه او په کور کې جوړ شوي بمونه پرځای پرېښي دي -- او ډېر یې لېوال ماشومان ورپورته کوي.

تېره میاشت، په غزني ولایت کې یوه ځمکني ماین هغه وخت ۷ ماشومان ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل چې یوه قرباني ماشوم په چاودېدونکې وسیله باندې پښه کېښودله.‌

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، تېر کال په افغانستان کې له ۹۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو په ګډون خواوشا ۴۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي او ۷۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې دغه کال یې د افغانستان په جګړه کې تر ننه پورې د ملکي خلکو لپاره تر ټولو خونړی کال ګرځولی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500