کابل -- چارواکو وویل چې افغان پولیسو او ځانګړیو ځواکونو دوشنبه /د غبرګولي ۲۰مه/ د شپې له مخې په دوه جلا جلا عملیاتو کې په بغلان او کندوز ولایتونو کې د طالبانو له زندانونو څخه لږ تر لږه ۴۷ تنه بندیان وژغورل.
د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په بغلان ولایت کې عملیات ترسره کړل او د طالبانو په یوه زندان کې بنديان لږ تر لږه ۳۴ کسان یې را ازاد کړل.
اعلامیه زیاتوي چې په ازاد شویو کسانو کې ۷ د اردو عسکر، ۷ پولیس افسران، ۳ د ملي امنیت ریاست منسوبین او ۱۷ ملکي کسان شامل دي.
د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له دې جلا افغان ځانګړیو ځواکونو د کندوز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۳ تنه بندیان را ازاد کړل. په اعلامیه کې نور جزیات نه دي وړاندې شوي.