افغان ځانګړیو پولیسو په سرپل کې د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیسو د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۲۱مه/ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.

په اعلامیه کې راغلي چې د مشکوک کس نوم شېرمحمد دی چې په غضنفر هم مشهور دی.

اعلامیه زیاتوي چې د هغه یو جنګیالی هم نیول شوی دی.

چارواکو وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند درې موټرسایکلونه، وسلې او ۶۰ کیلوګرامه نشه یي توکي ونیول شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500