په ننګرهار کې حکومت ۳۲ پخواني طالبان له زندان څخه ازاد کړل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار محلي حکومتي ادارې د ننګرهار له مرکزي محبس څخه لږ تر لږه ۳۲ تنه پخواني طالب جنګیالي ازاد کړل.

دا کار وروسته له هغه وشو چې ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۴مه د کوچني اختر په مناسبت د ۸۸۷ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم وکړ.

ملګرو ملتونو دغه کار وستایه.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر جان بس د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱مه/ په ټوېټر ولیکل، «د سیاسي حل لپاره د چاپېریال جوړولو په لړ کې د ځینې طالب بندیانو په خوشې کولو سره د افغان حکومت د هڅو هرکلی کوو. تلپاتې سوله د ټولو له خوا په روغه جوړه او عفوه کې ریښې لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500