د افغان توپچي ځواک بریدونو په کونړ کې د لشکر طیبه ۳ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په کونړ ولایت کې د پاکستاني اورپکي ګروپ لشکر طیبه اړوند یو مرکز په نښه کړ او لږ تر لږه درې کسان یې په کې ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې د توپچي بریدونو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ په اسمار ولسوالۍ کې اورپکي وویشتل.‌

اعلامیه زیاتوي چې پنځه نور اورپکي هم ټپیان شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500