په جلال اباد کې ځانمرګي بمي بریدګر د ماشوم په ګډون ۹ کسان ووژل

ای اېف پي

جلال اباد -- یوه چارواکي وویل چې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳مه/ لږ تر لږه ۹ کسان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، بمي بریدګر چې په پښو روان وو د محلي پولیسو د تلاشۍ یوې پوستې سره نژدې یوه وسیله وچوله.

خوګیاڼي وویل، «څلور امنیتي منسوبین او پنځه ملکي کسان ووژل شول او د درې امنیتي منسوبینو په شمول ۱۲ نور ټپیان شول.»

په وژل شویو کې لږ تر لږه یو ماشوم هم شامل وو، او درې نور ماشومان ټپیان شول.

تر اوسه پورې یوې ډلې هم د دغې پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو د جلال اباد په خواوشا سیمو کې طالبانو او داعش دواړو ته ژمن جنګیالي فعالیتونه کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500