فراه -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په فراه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه طالب اورپکي ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۶مه/ په پوشت رود ولسوالۍ کې ترسره شول.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.