کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په کندهار کې د طالبانو د ډلې لږ تر لږه ۶ غړي ووژل.
اعلامیه د نورو جزیاتو له ورکړې څخه پرته وایي چې پولیسو عملیات هغه وخت ترسره کړل چې اورپکو د کندهار - اروزګان د لویې لارې په اوږدو کې د تناو باچا په سیمه کې د ملکي خلکو یو موټر تلاشي کاوه.
اعلامیه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو دوه ملکي کسان چې اورپکو نیولي وو ازاد کړل.
ملکي خلکو یا پولیسو ته څه زیان ور ونه رسېد.