هوایي برید په فراه کې د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

سلام ټایمز

هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې یوه هوایي برید د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.

اردو د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، مشکوک کس چې د ملا حسام الدین په نامه یاد شوی له درې ملګرو سره یوځای په عارف اباد سیمه کې ووژل شو.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500