په ننګرهار کې د داعش د سړک د غاړې بم ۱۰ کلنه نجلۍ ووژله

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ / د غبرګولي ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه د سړک د غاړې بم یوه ۱۰ کلنه نجلۍ ووژله.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ په مامند باغ سیمه کې وشوه.

چارواکو د پېښې پړه د داعش پر غړو ور واچوله.

اعلامیه زیاتوي چې یوې بلې ښځې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500