د کابل پولیسو د طالبانو د بریدونو منتظم ونیو

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي وویل چې د کابل پولیسو د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ د طالبانو د ډلې یو مهم غړی ونیو.

رحیمي د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، مشکوک کس چې د زمري په نامه یاد شوی په کابل کې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې ښکېل وو او په ۷ مه امنیتي حوزه کې ونیول شو.

د وزارت په وینا، پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې وسلې، ګرنېټونه او ځینې اسناد ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500