په فاریاب کې د افغان او ایتلافي ځواکونو ګډو عملیاتو ۲۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا حمایه کېده، په فاریاب ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ تنه طالب یاغیان ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان ځواکونو دغه عملیات د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸مه/ د شپې له مخې په غورماچ ولسوالۍ کې پیل کړل.

اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه محلي طالب قوماندانان هم شامل دي.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500