افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو تونل ویجاړ کړ او ۱۵ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

فاریاب -- د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د طالبانو یو تونل ویجاړ کړ او لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي یې ووژل.

اعلامیه د پېښې د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته وایي چې دغه عملیات د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په تپه قشلاق کلي کې ترسره شول.

په اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کې حاجي سیدي عرف مبارز، تش په نامه مرستیال ولسوال هم شامل دی.

اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه ۱۳ نور اورپکي ټپیان شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500