ملګري ملتونه وایي،‌ جرمني او قطر د بین الافغاني خبرو په ترتیبولو کار کوي

ای اېف پي

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ وویل، جرمني او قطر په دې کار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو د ترسره کولو د هڅو په لړ کې «بین الافغاني خبرې اترې» تنظیم کړي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې څو ځلې له طالبانو سره کتلي څو په هېواد کې روان جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

یو غټ د نښتلو ټکی دا پاتې دی چې طالبان نه غواړي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت سره خبرې اترې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، «د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې له پراخ نړۍ وال ملاتړ سره روانې دي.»

هغه د مهالوېش په هکله د جزیاتو له ورکړې څخه پرته وویل، د دغې هڅې تر څنګ، «افغانستان او د هغه ځینې نړۍ وال شریکان په ځانګړې توګه جرمني او قطر د بین الافغاني خبرو اترو لپاره چمتووالی کوي.»

یاماموټو زیاته کړه، «دا ټولې هڅې باید په یوه شریک هدف باندې ورټولې شي: چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ رسمي مذاکرات پیل شي او د سولې یوې هوکړې ته سره ورسیږي.»

«طالبانو ته عام پیغام روښانه دی: مېز ته راشئ او له افغان حکومت سره مستیقمې خبرې وکړئ.»

متحده ایالات او د فرانسې په شمول نورو هېوادونو د امنیت شورا ته وویل چې هغوی د جرمني - قطر د نوښت ملاتړ کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500