د ایتلاف هوایی برید په فراه کې ۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فراه -- د ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ په فراه ولایت کې د طالبانو د ډلې څلور غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا مستغفر پورې اړوند اورپکي د یوې ترلاسه شوې اطلاع په اساس وویشتل شول.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500