د متحده ایالاتو اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰مه/ تایید کړه چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوه بې پیلوټه الوتکه چې د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ د هورموز تنګي په سر روانه وه، د ایران له ځمکې څخه هوا ته وارېدونکي میزایل سیستم وویشته او را ویې غورځوله.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوه اعلامیه کې وویل، «دا په نړۍ واله فضا کې د متحده ایالاتو په یوه اکتشافي وسیله باندې یو بې دلیله برید وو.»
اعلامیه زیاتوي چې د ایرانیانو دا راپورونه چې الوتکه د ایران په سر روانه وه غلط دي.
د متحده ایالاتو اردو د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ نوي عکسونه خپاره کړل او وایي چې د ایران رژیم تېره اونۍ له هورموز تنګي سره نژدې په ټانکر بېړیو برید کې پړ وو.
جاپانۍ کوکوکا کریجیوس د غبرګولي په ۲۳مه د عمان خلیج له لارې په لوړه کچه اوراخیستونکي میتانول لېږدول چې له نارویژي فرنټ الټایر سره یوځای پرې برید وشو. دا د کشتۍ چلونې په ستراتیژیکه تګلاره په یوه میاشت کې دویم برید وو چې وشو.