هلمند -- د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.
وزارت د عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکړې څخه پرته وویل چې دغه عملیات په سنګین ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د اورپکو یوه د وسلو ډیپو ویجاړه کړه.